IQNA

    د کربلا د قرآن نړیوالو سیالیو په څلورم پړاؤکې د ۵۰  هېوادونو ګډون

5:32 - May 01, 2025
د خبر لمبر: 3491042
ایکنا -  په کربلا کې د حضرت  امام حسین (ع) د  مقدس آستان په اعلامیې کې وئيل شوي دي،تر اوسه پورې  ۵۰ هېوادونو د «کربلا جایزې» په نامه  د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورم پړاؤ کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

 ایکنانیوز راپور راکوي، دغه سیالۍ د امام حسین (ع) آستان د دارالقرآن په نوښت په دریو برخو (تلاوت، حفظ او تفسیر) کې ترسره کېږي او تر اوسه  ۵۰ هېوادونو په دغو  سیالیو کې د ګډون لپاره خپلې نوم‌لیکنې بشپړ  کړې دي.

د د حسینی آستان د دارالقرآن د قرآني رسنیو مرکز مسؤل وسام نذیر الدلفي په دې اړه وویل: د کربلا جایزې د نړیوالو سیالیو په څلورم پړاؤ کې د ګډونوالو شمېر ۴۶۸  کسانو ته رسېدلی ، چې ۲۶۳ ئې د حفظ په برخه کې، ۱۵۶ د تلاوت او ۴۹ د تفسیر په برخه کې دي.

هغه زیاته کړه: د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې لومړۍ نېټه ( د غوای  ۱۱) د نوم‌لیکنې وروستۍ نېټه ده او له دې وروسته به سیالۍ د تخصصي قضاوت کمیټو له خوا د ارزونې او ګروپ‌بندۍ پړاو ته ورسیږي.

الدلفي روښانه کړه: مصر له  ۴۱ ګډونوالو سره د هېوادونو په سر کې دی، ورپسې عراق د ۳۷، ایران د ۲۹، نایجیریا د ۲۸ او اندونیزیا   ۲۰ ګډونوالو سره په ترتیب سره دویم، درېیم، څلورم او پنځم ځایونه لري.

هغه وویل: دا شمېرې د دغو سیالیو د نړیوال هرکلي او د کربلا د مقدس ښار د قرآني فعالیتونو د نړیوال مرکز په توګه د اهمیت ښکارندوي کوي.

وسام نذیر الدلفي دا هم وویل: د سیالیو تخصصي کمیټې به د نوم‌لیکنې له پای ته رسېدو وروسته خپل کار پیل کړي او وروسته به د مقدماتي پړاو پایلې اعلان شي  څو وروستی پړاو پیل شي.

هغه زیاته کړه: دا سیالۍ د قرآن کریم تر بیرغ لاندې د اسلامي اخوت او یووالي د پیاوړتیا لپاره یوه نړیواله قرآني غونډه ده، او د امام حسین (ع) آستان د قرآن (ثقل اکبر) خدمت او د بېلابېلو نسلونو ترمینځ د قرآني کلتور د پیاوړتیا لپاره خپل رول ادا کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د کربلا جایزې نړیوالې قرآني سیالۍ هر کال د امام حسین (ع)  د آستان تر څارنې لاندې ترسره کېږي او دا یوه له سترو سیالیو ده چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو  قاریان، حافظان او مفسران په پراخه کچه پکې ګډون کوي.

ټاکل شوې د دغوسیالیو حضوري پړاو د غدیر اختر په  شپوورځو کې په کربلا معلی  کې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4279359

captcha